اعلامیهسیاستخبرونهTOP

له بهرنيو هېوادونو څخه د تېرې ادارې د کارمندانو د راستنېدو په تړاو له افغان شخصیتونو سره د تماس کمسیون اعلامیه 

کابل، د غوايي ۵مه، باختر 

د  اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره سم د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د عفوې د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه پلې او ټولو افغانانو ته د سولې او ګډ ژوند فرصتونه برابر شول.

د اميرالمومنين حفظه الله تعالی د عفوې د عمومي فرمان د لا ښه تطبیق په موخه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی  د حکم په اساس له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ، چې تر دې مهاله ۸۳۹ نفره افغان شخصيتونه خپل هېواد ته را ستانه شوي دي او په هېواد کې دننه له خپلو کورنيو او قريبانو سره ارام او خوشحاله ژوند کوي. 

هېڅ کوم جهت د دې اجازه نه لري، چې د تېرې ادارې کسان په دې وجه چې په تېره اداره کې يې کار کړی، وځوروي او ګواښ ورته متوجه کړي.

موږ یو ځل بیا په بهر کې( په ځانکړي ډول په ګاونډيو هېوادونو کې) پر مېشتو هغو افغانانو چې د تېرې ادارې نظامي او اداري کارمندان پاتې شوي دي، غږ کوو او ډاډ ورکوو، چې خپل هېواد ته راستانه شي، د ځینو اړخونو او مغرضو رسنیو پر بې اساسه تبلیغاتو غلط نه شي، په افغانستان کې د دوی ژوند ته هېڅ خطر موجود نه دی؛ دوی کولی شي، لکه د نورو افغانانو په څېر په امن کې ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته