خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو له لومړۍ سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

کابل، د کب ۱۳مه، باختر

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا محمدفاضل مظلوم د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د۲۰۱خالد بن ولید رض قول اردو قوماندان او یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله د لومړۍ سرحدي لوا څخه لیدنه کړې ده.

یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې په هغه غونډه کې چې د لوا په تالار کې جوړه شوې وه ګډون کړی او د معرفت ترڅنګ يې د شل کلن جهاد لاسته راوړنو او زړورتیاوو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې دا نظام د زیاتو قربانیو په پایله کې لاسته راغلی او ولس باید د دې شکرانه ادا کړي.

نوموړي سرتېرو ته په خطاب کې ویلي چې په هر دول شرايطو کې له اسلامي نظام او هېواد څخه د دفاع په موخه قرباني ته چمتو اوسي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال همدارنګه ملي اسلامي اردو ته د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته