کابل/ د غويي ۱۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ایران له یو پلاوي سره چې د دغه هېواد ځانګړي استازي طاهریان فرد یې مشري کوي، وکتل. په دې ناسته کې دواړو لوریو پر دوهاړخیزو امنیتي مسایلو او د سولې پر بهير خبرې وکړې. دغه راز دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې پر وخت هڅو ته اړتیا ده چې د افغانانو لپاره ګټورې سولې ته د رسېدو زمینه برابروي.