سیاستخبرونهامنیتTOP

د ملي امنيت سلاکار له خپل روسي سيال سره وکتل

کابل/د جنګاښ ۱۱مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب مسکو ته د خپل سفر په لړ کې نن د دغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار نيکولای پاتروشيف سره وکتل.

د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د سولې او امنيت د تامين، له تروريزم او نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د دواړو دولتونو د وزارتونو تر منځ د مشورو د زياتېدو په هکله خبرې اترې وکړې.

دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د افغانستان په شمال کې د ناامنيو پراختيا د افغانستان، روسيې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ګټې ګواښلای شي. د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو پر بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان ټينګار وکړ.

په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې د مشترکو امنيتي موخو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره ګډه لېوالتيا څرګنده کړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته