کابل، د کب ۱۳ مه، باختر
د بلخ د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د البرز ولسوالۍ له مرکز سره غځېدلې لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.
د بلخ د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد اکبرفیاض د باخترآژانس خبریال ته وویل، د بلخ والی او د اضطراري کمېټې په لارښونه د یاد ولایت یوشمېر مواصلاتي لارې چې د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو له لوري خلاصه شوې او په دې سره د اسلامي امارت مسوولین خپلې مرستې یادو ولسوالیو ته رسولي چې دا لړۍ به دوام ولري.