کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دکابل ښار ددويمې حوزې ابتدائيه محکمې نن په يوه قضايي علني غونډه کې يو سړى په ډيرو سختومجازاتويعنې اعدام محکوم کړ .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې قضايي علني غونډه کې چې دکابل ښار په دويمه حوزه کې دمحمد ظاهر رحيمي په مشرۍ جوړه شوه يو سړى د نصيرنومې دوژنې او دهغه دموټر دغلا په تور دموظف څارنوال دالزام ددلايلو د وړاندې کولو او دافغانستان دجزا دقانون د٣٩٥ مادې له مخې په ډيرو سختومجازاتو يعنې اعدام محکوم شو .
ده وويل: دمحکمې حکم وروستى نه دى او دده داستيناف غوښتنې حق محفوظه دى .
موظف څارنوال دقاتل پلار هم دخپل زوى دجرم پټولو په تور مجرم بللى و خو دهغه دمدافع وکيل ددلايلو په اوريدو سره دجزا دقانون د٣٣٨ مادې له مخې ده ته برائت ورکړ شو .
1 1 دقیقه لوستل