خبرونهاقتصادټولنه

د مخابراتو وزارت: د کريديټ کارتونو د١٠سلنې ماليې راټولو څرنګوالى څيړل کيږي

کابل/ د وږي٢٦مه / باختر

د افغانستان د مخابراتو وزارت اعلام وکړ چې د کريديټ کارتونو د لس سلنې ماليې راټولولو څرنګوالى به وڅيړل شي.

ياد وزارت دغه راز وايي د خلکو د شکايتونو له مخې، مخابراتي شرکتونه بايد  د ټيلفون اوانترنټ کيفيت او سرعت ښه کړي او دغه راز ښاريانو ته د خدمتونو  د وړاندې کولو په لګښت کې کمښت راولي.

د باخترآژانس د خبرله مخې:  څوکاله وړاندې د محمد اشرف غني حکومت پريکړه وکړه چې د مخابراتي شرکتونو له کريديټو کارتونو څخه  دې لس سلنه ماليه راټوله شي چې  دا کار د ښاريانو د لاريونونو سبب شو.

ښاريانو وويل له  کريديټ کارتونو څخه لس سلنه ماليه اخيستل ظالمانه کار دى او حتي دوى نه پوهيږي چې دا پيسې چېرته ځي، آيا دا پيسې په افغانستان کې په عادي او پراختيايي پروژو لګول کېږي او که څنګه؟

د اسلامي امارت د مخابراتو وزارت سرپرست نجيب الله حقاني وويل؛ د مصرفي کرېديټ د کارتونو ١٠سلنه ماليې  ترلاسه کولو څرنګوالى او همدارنګه په افغانستان کې دمخابراتو او د انترنټ کيفيت او سرعت پروسه څيړل کيږي.

هغه وويل مخابراتي شرکتونه بايد خپلو مخابراتي او انترنټي خدمتونو کيفيت او سرعت ښه کړي او ښاريانو ته يې لګښت هم کم کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته