ګرديزدکب٨مهباختر
د کب ۹ مه چې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په نامه نومول شوې د پکتيا په احمد آبا ولسوالۍ کې ونمانځل شوه.
د احمدابا ولسوال حضرت محمد(رودوال) وايي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي، چې د هېواد له ملي ارزښتونو، خاورې او ازادۍ څخه ساتنه او په سیمه کې د پوره امن او سوکاله ژوند راوستو لپاره شپه او ورځ د هېوادوالو چوپړ وکړي.
په همدې حال کې قومي مشرانو احمدشاه احمدزي او ډګروال حنیف حقبین د یادې ورځې نمانځل یوه تاریخي ورځ یاده کړه.
دوى وايي زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه څوک دي ،چې د ګران هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، اسلامي ارزښتونو او ملي نواميسو څخه د دفاع په لاره کې خپل سرونه فربانوي.
هاخوا د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې سرتېري تر ټولو سپېڅلې او پاکه دنده ترسره کوي، نو په کار ده چې لا ډېر وستایل شي.
د غونډې په پاى کې ګڼ شمېر نورو ويناوالو هم خبرې وکړې او له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
پاىوصال
0 1 دقیقه لوستل