کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
د هېواد د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجيب الله حقاني نن د يو کاري سفر په موخه سرپل ولايت ته لاړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د سرپل د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژۍ رييس قاري خطاب دغه ولايت ته دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سرپرست د سفر موخه د مخابراتي او نوري فايبر پروژو تطبيقول، د مخابراتي شبکو د ستونزو لرې کول او په دغه ولايت کې د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې د زياتو اسانتياوو برابرول وبلل.
حقاني د مخابراتي شبکو د ستونزو او چلنجونو لري کولو او د سرپل د مخابراتو رياست ته د زياتو اسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه.
\ ج