امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٩
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول. په دغو يرغلګرو د لعل پورې په ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا بريد وشو.
د هيواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: يرغلګر په خپلو تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته