خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د لویدیځ هېوادونو د مسوولانه چلند اړتیا

کابل/ د چنګاښ ۱۴مه/ باختر

له افغانستان څخه د امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د پوځیانو د وتلو په اړه ډول ډول غبرګونونه پارېدلي دي. څوک یې هرکلی کوي او څوک هم دا پرېکړه مخکې له وخته بولي او نیوکې پرې کوي. موږ پر دغې پرېکړې نه غږېږو، څه چې زموږ لپاره ارزښت لري، هغه د لویدیځ هېوادونو مسوولانه چلند دی. افغانستان څه ډول مسوولانه چلند ته اړتیا لري؟ د باخترآژانس مفسر دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کړېده اولیکي:

کله ناکله په رسنیو کې رپوټونه خپرېږي چې دغه یا هغه هېواد په کابل کې خپل سفارت تړي. لومړی اېټالیا پرېکړه وکړه او خپل سفارت یې تر ناڅرګنده مهاله وتړه. په وروستیو څو ورځو کې په رسنیو کې رپوټونه خپاره شول چې امریکا هم سفارت تړي؛ خو په کابل کې د امریکا سفارت دا خبرونه ناسم بللي اوټینګار یې کړی دی چې سفارت به پرانیستی وي. ښایي یو شمېر کړۍ په لوی لاس دغه راز تبلیغاتو ته لمن ووهي او موخه یې د خلکو د روحیې کمزوري کول وي. دا هم واقعیت دی چې دغه راز خبرونه د خلکو پر ذهنونو ناوړه اغېزه کوي. په پښتو کې متل دی چې وایي « ترهغو چې رښتیا راځي، درواغو به کلي وران کړي وي». یوځل چې یوه آوازه خپره شي، تر هغو چې سپیناوی یې کېږي، خپل اغېز شیندي.

ولې افغانان د لویدیځ هېوادونو مسوولانه چلند غواړي؟ دا هېوادونه د امریکا په مشرۍ په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په ټولو قضایاوو کې ښکیل وو، که بریاوې ترلاسه شوي هم دوی په کې نقش لاره او که نیمګړتیاوې شته؛ نو هم دوی په کې ښکیل دي او مسوولیت لري. اوسنی نظام د دوی په هراړخیز سیاسي، ديپلوماتیک، اقتصادي، پوځي او مالي ملاتړ جوړشوی دی او دوی د دغه نظام او همدارنګه د افغانستان د خلکو پر وړاندې یو اخلاقي مسوولیت لري او باید دا مسوولیت سر ته ورسوي. که دوی پوځیان باسي، و دې باسي؛ خو دیپلوماتیک ملاتړ یې باید دوام ومومي، اقتصادي ملاتړ یې باید دوام ومومي، سیاسي ملاتړ یې باید دوام ومومي او همدارنګه پوځي ملاتړ یې هم باید دوام ومومي. پوځي ملاتړ یوازې د پوځیانو د شتون مانا نه لري؛ بلکې د وسایلو او تجهیزاتو برابرول، د پوځیانو روزل او د مالي ملاتړ تضمینول هم په پوځي ملاتړ کې راځي. له دغه راز ملاتړه پرته افغانستان ته ډېره ګرانه ده چې د ترهګرۍ روانې زورورې څپې پر وړاندې مقاومت وکړي. نن افغانستان په حقیقت کې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جګړه کوي. ځکه د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات دی.

د لویدیځ هېوادونه دې له افغانستان سره مسوولانه چلند وکړي. د سفارتونو د تړلو مفکوره باید هېڅ مطرح نه شي او نه باید دوی اجازه ورکړي چې امنیتي وضعیت دومره ترینګلی او کړکېچن شي چې په کابل کې د بهرنیو سفارتونو کارکوونکیو ته ګواښ پېښ شي. همدارنګه د لویدیځ هېوادونه باید پر وسله والو مخالفانو زور او فشار واچوي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته چمتو شي. د افغانستان ستونزه جګړه ییزحل نه لري او دا خبره د لویدیځ هېوادونو ته تر بل هرچا ښه څرګنده ده. دوی باید له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او وسله وال مخالفان او د دوی ملاتړي اړ کړي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته