خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغانستان د امن کور؛ کابل د نړیوالو لوبغاړو کوربه دی

کابل، د غوايي ۳ مه، باختر
تبصره
وړمه ورځ کابل کې د فوټبال ملي فدراسون په لوبغالي کې د هېواد په کچه د فوټبال د اتلانو لیګ درېیم پړاوو سیالۍ پیل شوې، چې د ځینو لوبډلو په اډانه کې بهرني لوبغاړي هم اخیستل شوي او د معلوماتو له مخې نایجریا، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې لوبغاړي یې په دغو لوبو کې د حضور او کابل یې د کوربه توب ویاړ لري.
دا لومړی ځل دی چې په کورني فوټبال کې بهرني لوبغاړي لوبول کېږي او دغه چاره وروسته تر هغې ترسره شوه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت د ټینګښت خبره نړیواله شوه.
موږ او تاسو به په تاریخي خپرونو او کتابونو کې لوستل، چې ګواکې د شاه امان الله خان، ظاهر شاه او داود خان په وختونو کې بهرني لوبغاړي او لوبډلې افغانستان ته د لوبو لپاره راتللې، خو په تېرو پنځو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې یو ځل بیا بهرنیان په پراخه کچه په بېلابېلو برخو لکه لوبو، سوداګري او سیلګري په برخه کې زړه ښه کوي او افغانستان ته راځي.
اسلامي امارت چې څنګه په لومړیو کې ډاډ ورکړی وه، چې هېواد کې به د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي، په خپله وعده ولاړ دی او په ډاډه زړه د بهرنیانو راتګ د دغې وعدې د پوره کولو لویه نښه ده.
د هېواد لوبیزو ادارو لکه کرکټ بورډ، فوټبال فدراسیون، المپیک ملي ادارې، رسنیو، او د سوشیل میډیا مشهورو افغان کارونکو ته په کار ده، چې هڅه وکړي د لوبو برابرولو او هڅوونکو خپرونو د برابرولو او خپرولو له لارې بهرني سیلانیان، لوبغاړي او سوداګر وهڅوي، افغانستان ته راشي، تر څو دا هېواد نور هم اباد او په کې د شته امنیت ډاډ یې په ټوله نړۍ کې لر او بر خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته