نړۍ، د وري ۲۸مه، بهرنۍ رسنۍ
تسنیم خبري اژانس د لبنان د اسلامي مقاومت د خبرپاڼې له قوله ویلي، چې د دغه مقاومت وسلوالو په اشغالي سیمه او د لبنان له پولې سره نږدې د اسرایلو جاسوسي سیستم د توغندیو په واسطه په نښه کړی دی.
دغه راز حزب الله ډلې بیا په یوې بېلې خبرپاڼه کې د صهیونست ځواکونو پر مرکز د برید کولو او په لړ کې یې د ګڼ شمېر اسرایلي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
همدارنګه د یو بل خبر له مخې د اسرایلي ځواکونو د زغره والو ګاډو یو قطار په اشغالي تل اسماعیل سیمه کې پر سړک د ماینونو پر فرش وربرابر شوی، چې دغې پېښه کې هم د ګڼ شمېر اشغلګرو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.
د لبنان حزب الله، د یمن انصارالله او حوثيان، د عراق اسلامي غورځنګ او په سیمه کې یو شمېر نور جهادي حرکتونه پر اسرایلو دغه بریدونه د غزې د خلکو په ملاتړ ترسره کوي، چې اسرایلو او ملګرو ته یې سخت درانه تمامیږي.