کابل باختر دثور ديارلسمه
نن سهارنۍچاودنه دکابل ښاردنهمي ناحيي دګرين ولچ لوژستيکي کمپ ته څيرمه وشوه .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باختر اژانس خبريال ته وويل، نن سهار په شپږو بجو او پنځلسو دقيقو هغو چاوديدونکي توکي چې په يو موټر کې ځاى پرځاى شوي و ، دځان مرګي يرغلګر له خوا دکابل ښار دنهمې ناحيي اړوند دګرين ولچ لوژستيکي کمپ ته څيرمه وچول شول .
صديقي وويل: په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
په دې حال کې دعامې روغتيا وزارت دمرکز د روغتونونو رييس ډاکتر سيد کبير اميري دباختر اژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل ، په دې پيښه کې تراوسه پورې ديو ماشوم په ګډون شپاړس تنه دکابل ښار روغتونونو ته ليږدول شوي چې ټول ملکي وګړي دي .