خبرونهاقتصادټولنهTOP

د قلعه نو هوایي ډګر د ټولو تجهیزاتو سره د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دی

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د بادغيس ولايت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د قلعه نو هوایي ډګر په ټولو تخنیکي تجهیزاتو سمبال او د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دی.

دغه وزارت زیاتوي چې د قلعه نو هوايي ډګر چې په ١٣٤٧ کال کې جوړ شوى چې اوسمهال د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا په تخنيکي وسايلو سمبال او د نورو د کورنیو الوتنو لپاره چمتو شوى دى.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې دغه هوايي ډګر رنوې، د کنټرول برج، د هوا پېژندنې خدمات، د اور وژنې وسايل او نور فعاله تخنيکي وسايل لري، چې مسافرينو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.

د نوموړي وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هوايي ډګر کې د الوتنو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته