سیاست

دکابينې وزيرانو د مارشال فهيم د مړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل

کابل باختر د کب اتلسمه :
دکابينې ځينو غړو او د دولتي ادارو منسوبينو او د سياسي ګوندونو او د ټولنيزو سازمانونومسوولينو د پيغامونو په ليږلو سره د هيواد د رښتينى اومجاهد بچى، د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي او دافغانستان ټول ملت ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل.
د باخترآژانس دخبر له مخې: په پيغامونوکې جمهور رييس او د افغانستان ملت ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو دڅرګندولو ترڅنګ ويل شوي دي: دافغانستان د خلکو دجهاد او مقاومت اتل، د سياست ميړنى، د آزادۍ او د ملي يو والى سمبول او د آزادو، رڼو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو مينه وال په خواشينۍ سره وفات شو.
هغه ميړنى چې د ځوانى کلونه يې د خلکو او د ملي نواميسو، پت او عزت  د دفاع په سنګرونوکې تېرکړل او د خپل عمر تروروستيو شيبو پورې د خلکوپه خدمت کې و؛ مړينه يې ضايعه ده.
دغه پيغامونه دکار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او دمعلولينو د چارو د وزيرې آمنې افضلي او ددغه وزارت د مشرتابه هئيت، د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال او د دغه وزارت د مشرتابه هئيت، په پارلماني چاروکې د دولت د وزير ډاکتر همايون عزيزي، د سوداګرۍ او صنايعو د وزير محمد شاکر کارګر او د دغه وزارت د مشرتابه هئيت، دماليې د وزير ډاکترعمر زاخيلوال او د دغه وزارت د مرتابه هيئت، د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير ډاکتر جماهيرانوري او ددغه وزارت دمشرتابه هيئت، د لوړو زده کړو د وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد او ددغه وزارت د مشرتابه هيئت، د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزير ډاکتر محمد اکرم خپلواک او ددغه وزارت د مشرتابه هئيت، د فوايد عامې د وزير ډيپلوم انجنير نجيب الله اوژن او د دغه وزارت د مشرتابه هيئت، له نشه يي  توکو سره د مبارزې د چارو  د وزير مبارز راشدي او ددغه وزارت دمشرتابه هيئت، د حج او اوقافو د وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي او د دغه وزارت دمشرتابه هيئت، سلاکار وزير  وحيدالله سباوون، پروفيسر علي احمدجلالي، سلاکار وزير امان الله ځدران، د سمنګانو د والي خيرالله انوش، د لوګر د والي نيازمحمد اميري، د قندهار د والي توريالي ويسا، د لغمان د والي ډاکتر فضل الله مجددي، دکابل د خلکو سراسري شورا، د لوګر د خلکو د سراسري شورا، د حق او عدالت ګوند، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې، د ترکمنانو د سراسري شورا، د کسبګرو د ملي اتحاديې د مرکزي شورا او د ميوند بانک د مشرتابه هيئت له خوا رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته