سیاستخبرونهTOP

د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره وکتل

کابل، د وري ۱۷ مه، باختر
د قزاقستان سفیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي شیخ مولانا اسلام جار سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو پر زیاتوالي خبرې کړې.
په دې کتنه کې د ولایت مرستیال مهاجر فراهي، په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس هم ګډون درلود.
دواړو لوریو د سوداګریزو اسانتیاوو د پراختیا، د سوداګرو ترمنځ د تبادلې د حجم پر زیاتوالي، د ګمرکي تعرفو د کمولو، د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د ویزو د ورکړې او بېلا بېلو نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
بل خوا په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه، چې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د سوداګریزو راکړه ورکړو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې وه، د سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به په قزاقستان کې د سوداګرۍ د نوې لارې د رامنځته کولو په موخه د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته