امنیت

د کورنيو چارو وزارت سل تنه کارکوونکي له روزنيز پروګرام څخه فارغ شول .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دکورنيو چارو وزارت څه ناڅه سل تنه ملکي کارکوونکي له يوې روزنيزې دورې څخه فارغ شول دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې له دوه اوونيزې روزنيزې دورې څخه دکورنيو چارو وزارت دبشرى منابعو درياست دکارکوونکو دفراغت په مناسبت جوړه شوې وه. ددغه وزارت دپاليسي او ستراتيژۍ معين پاسوال مسعود احمد عزيزي دکورنيو چارو وزارت دکارکوونکو د ظرفيت دلوړولو په لاره کې ددغه شان پروګرامونو جوړول يو مهم ګام وباله .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت دبشري منابعو رييس سيد جمال الدين سادات وويل: په دغه روزنيز پروګرام کې ، د مديريت ،بشرى منابعو،اړيکو اغيزمنۍرهبرۍ او ديتابس دثبت مديريت داصولو او اساساتو په باب برخه والو ته لوست ورکړ شو چې کيداې شي دبشرى منابعو د ادارې دکارونو په ښه والي کې اغيزمن رول ولري.
په همدې حال کې داکسس ګروپ دمرکز مسول جنرال ظاهروردګ چې دغه روزنيز پروګرام دهغه په ملاتړ جوړ شوى و وويل چې داکسس ګروپ مرکز د هيواد په ٣٤ ولايتونو کې دمالي ، تدارکاتو ،مخابرې او دمعلوماتي تکنالوژۍ او د بشرى منابعو به برخو کې دکورنيو چارو وزارت پنځه سوه تنه کارکوونکي روزلي دي دغه غونډه دتصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته