– کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د قزاقستان د ليسانس دورې بورسونو ته د لارې موندنې آزموينه نن د دغه وزارت په تالار کې واخيسته.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين محمد حامد حسيب د آزموينې د څارنې په بهير کې د آزموينې د شفافيت ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دغه وزارت هڅه کوي چې ځوانانو ته په هېواد او بهر کې د زده کړې ښه زمينه برابره کړي.
هغه په قرآن عظيم الشان او نبوي احادیثو کې د علم ارزښت ته په اشارې سره د آزموينې له برخه والو وغوښتل، چې د زده کړې له بنسټونو څخه په استفادې سره د خپل علمي پوهاوي لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي تحصيلي بنسټونو د محصلانو چارو رييس سيداسماعيل روحاني په خپلو خبرو کې وويل، سره له دې چې په هېواد کې له ليسانس څخه په لوړه کچه کې بېلابېلو پروګرامونه دوام لري خو د دې اړتيا ده، چې له نورو هېوادونو څخه له ليسانس څخه لوړ بورسونه هم افغان محصلینو ته ځانګړي شي.
په دې ازموينه کې ١٠٩ داوطلبان د قزاقستان د ليسانس دوري په بېلابېلو برخو کې د ١٤ تحصيلي بورسونو د ترلاسه کولو لپاره سيالي وکړه.
د قزاقستان او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ګډ پلاوي د آزمويني د بهير څارنه وکړه.
\ج