کابل باختر د وري پنځلسمه :
څه دپاسه يو کيلوګرام هيروئين له ليږدونکو سره يې نن دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دپوليسو لاس ته ورغلل.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دخبريال دخبر له مخې ، دوه تنه تنه چې غوښتل يې نږدې دوه کيلوګرامه هيروئين دهندين ايرلين الوتکې په واسطه هندوستان ته وليږدوى دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو دموظفينو له خوا ونيول شول .
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو دقوماندانۍ د دفتر دآمر محمد عثمان ياري دڅرګندونو له مخې، دغه کسان دافغانستان اتباع دي او يوسلو اووه پنځوس کپسوله هيروئين يې په خيلو ګيډو کې ځاى کړي و .
ده زياته کړه چې دغو کسانو دغه توکي دپيسو په بدل کې ليږدول چې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دسرحدي پوليسو له خوا ونيول شول .
0 1 دقیقه لوستل