سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د قانون ماتوونکو پر وړاندې عدالت پلي کول، ټولنې ته خونديتوب وربخښي

 کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

اسلامي امارت  له قانون ماتوونکو سره په چلند کې جدي دى او هغوى نه شي کولاى  له عدالت څخه وتښتي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: يو ډار اچوونکی، چې  پر جوماتونو او خانقاوو باندې  په وروستيو چاودنو او د بريښنا د ستنو  په ويجاړولو او نورو ورانکارو عملونو کې یې لاس درلود، پرون ماښام د استخباراتو د ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د کابل په بګراميو کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې په جوماتونو، خانقاوو او مسافر وړونکو موټرو کې وروستيو چاودنو د خلکو کرکه زياته کړې او خلک له اسلامي امارت څخه د عدالت تطبيقولو غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې د امنيت تأمينول او عدالت د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنه او کاري لومړيتوب دى.

د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هڅې پيل کړې، چې هغه کسان چې پر خلکو  بريدونه تر سره کوي او يا په عامه سيمو کې د بمونو په چاودلو سره خلک وژني، سزا ورکړي.

ښايي ډار اچوونکې ډلې بريالۍ شوې وي چې د خلکو پر وړاندې تروريستي عملونه ترسره کړي؛ خو دغه شان بريدونه او فعاليتونه دايمي نه وي؛ ځکه  دغه شان شر اچوونکي کړۍ د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو او د کشفي سازمانونو له نظر څخه  نه شي پټيداى او په پاى کې د خلکو د عدالت غوښتنې لاس هغوى له ګريوانه نيسي.

که چېرې  په ورستيو ورځو کې پېښو ته دقت وکړو پوهيږو چې د اسلامي امارت ځواکونو  د دغو ډلو د پټيدو سيمې او د مهماتو زېرمې کشف کړې او دغو مجرمينو ته یې سزا ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ يوه ډله مجرمين او جنايتکاران په تالقانو ښارکې ووژل شول او مخکې له دې په چاريکارو ښار کې د ډار اچوونکو د مهماتو ډيپو له منځه يوړل شوه او عامل يې ونيول شو.

دغه راز په تېرو ورځو کې يو زيات شمير قانون ماتوونکي چې د جنايي جرمونو تور پرې لګول شوى وو، له کابل او د هېواد  له نورو ښارونو څخه ونيول شول.

دا ټولې هڅې د دې شاهدي ورکوي چې اسلامي امارت  د قانون په تطبيقولو او د هغو کسانو د مجازاتو په موخه چې د خلکو ژوند اخلي، جدي دى.

له جرمونو سره  مبارزه او د قانون  او عدالت پلي کول د اسلامي امارت لومړيتوب دى  چې په ټولنه کې رواني امنيت او سوکالي واکمنيږي او خلک د حقوقو د ترلاسه کولو او د عدالت په تأمينولو باوري کوي.

دا د قانون ماتوونکو پر وړاندې د عدالت او جديت اجرا کول دي چې ټولنې ته مصونيت او خونديتوب وربخښي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته