خبرونهاقتصادTOPټولنه

د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې د پانګونې د څرنګوالي په اړه بحث وشو

کابل/ د غويي ۱۸مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) رهبري پلاوي او اړوندو ادارو سره په ناسته کې د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې پر پانګونې خبرې وکړې.

په پیل کې د اترا ادارې عمومي رئیس د یادې ادارې د فعالیتونو او فورجي خدمتونو د مزایدې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي او همدا راز د مزایدې پروسې د حقوقي، تخنیکي او مالي شرایطو په اړه معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، فورجي خدمتونه به په پیل کې د کابل په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځه ستر ښارونه په ۱۸ میاشتو او په دویم پړاو کې به ۱۳ ولایتونه په ۲۴ میاشتو کې تر پوښښ لاندې راولي.

وروسته بین المللي متخصصینو چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو د فور جي انټرنیټي خدمتونو د لاټونو او د مزایدې د ارزونې، ګواښونو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل. جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د مزایدې بهیر باید په شفاف ډول ترسره او لا له وړاندې دې د یادې پروسې د فرصتونو، ګواښونو او ننګونو په اړه خلکو او رسنیو ته واضح معلومات ورکړل شي.

د هیواد جمهوررئیس د اترا ادارې مسوولینو ته وویل، د ننګونو د مدیریت په برخه کې دې د مزایدې په ورځ او له هغې وروسته د مدیریت او پانګونې واضح بدیل پلان موجود وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته