خبرونهاقتصادټولنه

د فراه ښاروالۍ ریاست په عوایدو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل، د وري ۵ مه، باختر

د فراه د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې په تېر روان کال کې ۱۳۴ میلیونه  ۳۸۳ زره ۹۴۴ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د فراه ښاروالۍ رياست مالي او اداري مسوول مولوي محمد يوسف «سجاد» د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یادې ښاروالۍ په عوایدو کې په تېر کال کې د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی چې د له بېلا بېلو ثابتو او غیرثابتو سرچینو څخه ۱۳۴ میلیونه ۳۸۳ زره ۹۴۴ افغانۍ عواید راټول کړي چې ۹۶ میلیونه افغانۍ یې په پراختیايي پروژو لګولې دي.

نوموړي له ټولو دولتي ادارو څخه پر وخت د صفايي د تحویلۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، که چېرې دولتي ادارې پر وخت خپلې پیسې تحویلې نه کړي، نو د دې پرځای چې ښاریانو ته زیاتې چوپړتیاوې وړاندې شي، بلکې پیسې د دولت خزانې ته ځي چې بیا ځلې ایستل یې په اداري او نورو چارو کې ځنډ سبب ګرځي.

په ورته وخت کې د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادریس په یاد ولایت کې د ۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو د پلي کېدو خبرهم ورکړی دی، همدارنګه زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په یاد ولایت  کې د مسوولینو له لوري نه یوازي پراختیايي پروژې پلي کېږي، بلکې په ورځنیو چارو کې له بشپړې روڼتیا څخه هم کاراخیستل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته