سیاستخبرونهTOP

د فراه نوي والي رسماً دنده پيل کړه

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
د فراه ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي غوث الدین رهبر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست، د کورنیو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال او يو شمېر نورو ځايي چارواکو په شتون کې رسماً دنده پيل کړه.
د کورنيو چارو وزارت د پاليسي مرستیال ملا عبدالحق مخدوم په يادو مراسمو کې له ولس څخه وغوښتل، چې د ټولنې، نظام او ولس د لا ښه خونديتوب لپاره بايد د شريرو کسانو په نيولو کې له امنيتي مسؤلينو او ځواکونو سره همکار پاتې شي.
په ورته وخت کې د فراه مرستيال والي مولوي عبدالکریم جهاديار نوي والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي له ايران څخه د وارداتي برېښنا د واردولو، د بخش اباد بند د رغنيزو چارو د لا چټکتيا، د هوايي ډګر د نړيوال کېدو، د فراه له مرکز سره د ولسواليو د نښلونکو سړکونو د رغولو غوښتنې هم وکړي.
په همدې حال کې د فراه نوي والي په ټولو سيمه ييزو مسؤلينو باندې د جهادي سنګر د ملګرو او تللو اتلانو د کورنيو، اولادونو، وارثینو او نورو خواخوږو د تل پوښتنې ترڅنګ د ولسي وګړو پر مخ د دفترونو د دروازو د پرانيستلو غږ هم وکړ.
نوموړي همدارنګه د فراه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د اسلامي امارت مشرتابه ته رسوي او په ټول توان سره به يې د هوارېدو هڅه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته