خبرونهاقتصادټولنه

د فاریاب د ترافیکو مدیریت ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۲۵ مه، باختر

د فاریاب د ترافیکو مدیریت مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولولو خبرورکړی دی.

د فاریاب د ترافیکو مدیرملا نجیب الله خیبرد باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د روان کال په بهیر کې په یاد ولایت کې د څه باندې ۶۷۰۰ ښي لاس او له اسنادو پرته  موټر ثبت او راجسترشوي او ۵۲۰ نور وسایط د باقي دارۍ له کبله اړوندو ولایتونو ته یې لېږدول شوي دي.

د یادونې وړده، چې  دغه عواید د موټرو د ثبت، د موقت نمبرپلېټونو د وېش او د جوازسیر د تمدیدولو له کبله راټول شوي دي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته