
کابل، د غوايی ۳۱ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان ریاست د غلام محمد میمنه ګي په روزنیزمرکز کې څه نا څه ۱۸۰ تنه د تجسمي هنرونو په زده کړو بوخت دي.
د غلام محمد میمنه ګي د روزنیزمرکز آمر محمد نادر ولیزاد په دې اړه د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه بنسټ تل مینه والو ته د تجسمي هنرونو د زده کړې زمینه برابروي او
د اسلامي امارت له بریا وروسته یې هم خپلو هنري فعالیتونو او د زده کوونکو روزنې ته دوام ورکړی دی.
هغه وویل چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د هنرستان ریاست د غلام محمد میمنه ګي د روزنیز مرکزآمریت د رسامۍ ، انځورګرۍ، میناتورۍ، خطاطۍ، کارتون، ماشومانو ته د هنرد کمپيوټر ډیزان، موزایک او کرشنیل ګڼدلو د لاسي صنايع برخې لري.
هغه زیاته کړه چې په دغو برخو کې د غلام محمد میمنه ګي د روزنیزمرکز مجرب او مسلکي ښوونکي هره ورځ په دوو ټایمونو کې (مخکې له غرمې او وروسته له غرمې) څه نا څه ۱۸۰ زده کوونکو ته لوست ورکوي چې د خیاطۍ او د کمپیوترد ډيزان روزنیزې دورې یوکال او نورې هنري څانګې ۱۸ میاشتې دوام کوي.
دغه راز د دغو هنري دورو د زده کړې په بهیرکې زده کوونکو ته سیمینارونه، رقابتي پروګرامونه او روزنیز ورکشاپونه هم جوړيږي.
ولیزاد وویل چې د غلام محمد میمنه ګي روزنیزمرکز د هنري زده کړو د دورو ټولو برخه والو ته په وړیا ډول خدمتونه وړاندې کوي او د روزنیزو دورو په پای کې هغوی ته د فراغت سندونه هم ورکول کېږي.
هغه څرګنده کړه چې په همدې ډول د هنرستان ریاست په تېرو ۹ میاشتو کې په بېلا بېلو مناسبتونو د انځورګرۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، رسامۍ او د نورو هنري برخو د آثارو نندارتونونه چې د دغه بنسټ د زده کوونکو او استادانو هنري آثار دي ، جوړ کړي دي.
هغه وویل چې د هنرستان ریاست د زده کوونکو د روزنې ترڅنګ د دوی ترمنځ د هنري سیالۍ پروګرامونه هم جوړکړي او ګټوونکو ته یې جایزې او سوغاتونه ورکړي دي.
هغه څرګنده کړه چې د زده کوونکو د هڅونې په خاطرد هنرستان ریاست په یو کوچني سالون کې د دغه بنسټ د ښوونکو او زده کوونکود هنري آثارو یو دایمي نندارتون هم شتون لري.
محمد نادرولیزاد زیاته کړه چې د هنرستان ریاست د زده کوونکو د روزنې ترڅنګ د خطاطۍ، انځورګرۍ، میناتورۍ او پر دیوالونو د خطاطۍ او رسامۍ هنري کارونه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه له خوا مشخص کېږي، هم ترسره کوي.
د غلام محمد میمنه ګي د روزنیزمرکزآمرزیاته کړه چې په هېواد کې د تجسمي هنرونو د ودې او ښه والي په خاطرهلې ځلې کوي او د هنرله منیه والو په تېره بیا له ځوانانو یې وغوښتل چې د هنرستان ریاست ته مراجعه وکړي او په روزنیزو دورو کې شامل او د تجسمي هنرونوزده کړه وکړي .
ج