لاهورباختر د سنبلي١٦
دپاکستان امنيتي ځواکونو نن د دغه هيواد په لاهور ښار کې د پوهنتون په يوې ليلې بريد وکړ اودالقاعده شبکې يو بهرنى ځوان قوماندان يې ونيوه .
د نيوزانتر نشنل ورځپاڼي له خولې د باخترآژانس دخبر له مخې : د القاعده دغه قوماندان په دغه ښار کې دفدايانو د ماموريت رهبري په غاړه لرله او د يوسياسي ګوند د مذهبي سازمان د محصلانو له خوا ورته پناه ورکړ شوې وه .
د پاکستان استخباراتي سازمان وويل ، چې تورن په قبايلي سيمو کې په ورانکارو فعاليتونو کې تخصص درلود او د لا هور ښار ته ورغلي و چې مرګاني ماموريتونه رهبري کړي خو مخکې له دې چې په کوم عمل لاس پوري کړي ونيول شو اونامعلوم ځاى ته و ليږدول شو .
استخباراتي خبرځايونو وويل ، چې دليلې ادارې د دغه قوماندان په نيولو کې دقانون د انفاذ له ادارو سره همکاري ونه کړه.
0 1 دقیقه لوستل