سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د غزې پوځي بازار؛ د امریکا سوداګرۍ په کې ښه په ګټه روانه ده

کابل، د وري ۱۱ مه، باختر

تبصره

غزه کې د روانې جګړې نږدې شپږ میاشتې اوړي او د دغې جګړې د لا تودولو لپاره دا دی د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ، چې اسریلو سره یې د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې تایید کړې، چې بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او نور تجهیزات په کې شامل دي.

د دې ترڅنګ چې د جګړې د تودولو لپاره امریکا له اسرایلو سره مرستو ته دوام ورکوي، په ملګرو ملتونو کې یې هم څو ځلې د اوربند د ټینګېدو مخه نیولې او د ویټو له لارې یې د اوربند هوکړه لیک بریالیتوب ته نه ده پرې ایښې.

اسرایل فکر کوي، چې امریکا یې خواخوږی او دغه مرستې ورسره د خوواخوږۍ له مخې کوي، خو دا چې دغه همکاري د خواخوږۍ له مخې کېږي او که نه، خو دا باید و منل شي، چې په دغې برخه کې د امریکا لوی هدف د خپلو وسلو ازمویل او دغه راز خپلو وسلو ته د بازار موندنه ده.

امریکا کې هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې تولیدېږي او دغه وسلې بازار ته اړتیا لري، چې باید ووځي، وکارول شي او و ازمایل شي، نو امریکا په دغې برخه کې میلیاردونه ډالر لګوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ انساني ارزښت ته نه دی قایله او د خپلو ګتو د ترلاسه کولو لپاره په هره کړنه لاس پورې کولی شي.

د امریکا بل هدف دا دی، چې جګړې له خپلې خاورې بهر وکړي، تر څو خپل خلک یې ارامه ژوند وکړي، له ژوند څخه خوند واخلي او په هره برخه کې پرمختګ وکړي، نو د دغې چارې د ترسره کېدو لپاره واشنګټن باید نورو هېوادونو او سیمو ته وسلې ولېږي، په تېرو یواځې ۲۴ کالونو کې د امریکا د دغو کړنو ښه مثالونه د افغانستان، عراق، سوریې، اوکراین، یمن، سوډان، فلسطین او د نورو هېوادونو جګړې دي، چې د خپلو ګتو د ترلاسه کولو لپاره یې ترسره کړي او ځینو هېوادونو کې لا هم روانې دي.

د امریکا د دغه پلان د شنډولو لپاره یواځېنۍ لاره همدا ده، چې نور هېواونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه تعلیم وکړي او ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړي، تر څو وکولی شي له امریکا او نورو ابر قدرتونو سره سیالي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته