امنیت

درې تنه تروريستان په قندهار کې ونيول شول .

کابل باختر د ثور پنځلسمه :
درې تنه تروريستان پرون دملي امنيت دځواکونو له خوا  په قندهار ولايت کې  ونيول شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کسان  دقندهار ولايت په مربوطاتو کې  دملي امنيت دځواکونو په  خاصو عملياتو  کې ونيول شول .
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، دغه کسان ګلبدين ، صديق الله او سيدعلي اغا نوميږي او دارغنداب ، سپين بولدک دولسواليواو دقندهار ښار اوسيدونکي دي .
په دوى تور لګول شوى دى چې  په ورانکارو فعاليتونو دملکي وګړو په وژنه او په ځانمرګوبريدونو کې لاس لري.
نيولوشويو کسانو دورانکارو بريدونو دترسره کولو په باب  په خپلوجرمونو اعتراف کړى دى اوقضيه  تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته