اعلامیهسیاستخبرونهTOP

د غزې پر رفح ښارګوټي د صهیونیستي یرغلګرو د وحشیانه بریدونو د پیلېدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تېره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له وېرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.

پر رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژیم بریدونو دوام به بله لويه فاجعه رامنځته او روان ناورین لا پسې ژور کړي، اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي درېدو غوښتنه يې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته