کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دوه تنه غير مسوول وسله وال کسان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه غير مسوول وسله وال کسان له هغه وروسته ووژل شول چې د دوى ترمنځ د دغه ولايت د خان آباد په ولسوالۍ کې نښته وشوه .
ده زياته کړه چې د دغې نښتې له امله يو تن غير مسوول وسله وال ټپي شو .
ختم_ سعيده _ اکرم