کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر
د غزني څه د پاسه ۱۵۰ تنه اوسېدونکي پرون د ککړو اوبو د څښلو له امله مسموم شوي دي.
د غزني د عامې روغتیا رئیس مولوي مصباح رسنیو ته وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ د باتورد کلي څه د پاسه ۱۵۰ تنه اوسېدونکي د یو کاریز د اوبو د څښلو وروسته مسموم شوي دي.
هغه وویل، زیاتره مسموم شوي کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي او د ګیرو ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي د یادو کسانو د مسموم کېدو د علت په اړه وویل چې کوچیانو خپل تلف شوي څاروي د دغه کلي په کاریز کې اچولي، چې له یاد کاریز څخه د کلي اوسېدونکي استفاده کوي، چې په پایله کې یې ۱۵۰ کسان مسموم شوي دي.
د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی د غزني په لرو پرتو کلیو کې یوه لویه ننګونه ده.
ج