سیاست

په سرپل کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دودانۍ د جوړولو لپاره کار پيل شو

سرپل باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
دسرپل ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ددفتر دودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دغه ودانۍ دښار او کور جوړولو وزارت دثبات دټينګښت دپروګرام له  خوا دڅه دپاسه نهو ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په يوکال کې  جوړيږي.؟
ويل کيږي چې په دغې ودانۍ کې اداري خوني ، دکنفرانس سالون ، داوبو رسولو سيستم  او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته