کابل ، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر
د والیبال، فوټبال او نیزې وهلو ورزشي سیالۍ چې دوه ورځې مخکې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې پیل شوې وې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو څخه ورزشي ټيمونو ګډون کړی و.
د غزني یو ورزشي مسوول باخترآژانس ته وویل، چې په دې سیالیو کې د امید غزنه د فوټبال ټیم د دوو په وړاندې په اتو سره د جاغوریو د اتحادلوبډلې ته ماتې ورکړه او د غزني ښار د ځوانانو د والیبال ټیم د جاغوریو منتخب ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه راز د نیزې وهلو په سیالیو کې چې د جاغوریو، ناهور، مقر او د قره باغ ولسوالیو او د غزني ښار د ټیمونو ترمنځ وشوه د جاغوریو ولسوالۍ له لوبډلې څخه سید ظاهر، د مقر له ولسوالۍ څخه نبي خان او عبدالوهاب لومړی، دویم او دریم مقامونه وګټل.
دغه راز د آس ځغلولو په سیالۍ کې د جاغوریو ولسوالۍ لوبډلې لومړۍ مقام وګاټه.
ع