امنیت

١٨ تنه تروريستان دسرپل ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دسرپل ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په تعرضي عملياتو کې ١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : د دفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې دترورستانو له شتون څخه دسيمو د پاکولو په موخه دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول.
١٨ تنه تروريستان ووژل شول او ٨ تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله د درندو وسلو مهمات او دوه رنجر موټرونه چې پخوا د دښمن لاس ته ورغلي و له منځه وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته