سیاستخبرونهTOPټولنه

د غزني والي، په دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوندو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه

 کابل، د مرغومي ۱۳مه، باختر

د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو په اړه خبرې کړې دي.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د غزني والي د خلکو وړاندیزونه د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره شریک کړي او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم، د غزني والي ته ډاډ ورکړی چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د یاد ولایت د خلکو وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته