خبرونهامنیت

د طالبانو چاودېدونکي توکي او جنګي وسایل په ننګرهار کې کشف شول

۱۲- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو او جنګي وسایلو یوه ستره زېرمه په ننګرهارکې کشف او ضبط شوه.
ویل کېږي دغه چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه بار شوي وو او ټاکل شوې وه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو واک کې ورکړل شي.
له یادې زېرمې څخه زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ګولۍ او سپک او درانده جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
دغه توکي پرون ناوخته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په داسې حال کې چې نا معلوم ځای ته لېږدول کېدل، کشف او ترلاسه شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې ټاکل شوې وه وسله والو طالبانو له دغو توکو او جنګي وسایلو څخه په ډار اچوونکو بریدونو کې استفاده وکړي.
د دغو جنګي وسایلو په اړوند یو سړی نیول شوی دی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته