نړۍ

په کراچۍ ښارکې د چاودنو له امله شل تنه ټپيان شول

کراچۍ- دى دان – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دکراچۍ ښار د امام بارګاه ته څېرمه د لاسي بمونو د بريدونو له امله تيره شپه شل تنه ټپيان شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دغه بريدونه په داسې حال کې ترسره شول چې په دغه ښارکې دمحرم د مراسمو د ترسره کولو په خاطر سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
دوه تنه دبهرګنج په ناحيه کې د بم دچاودنې له امله او پنځلس تنه نور ددغه ښار په بيلابيلو سيموکې دچاودنو له امله ټپيان شول چې د رسنيو خبريالان، عکاسان او پوليس په ټپيانوکې شامل دي .
د بم شنډولو پرسونل وويل: يوبم پنځه سوه کيلوګرامه وزن درلود چې له لرې واټن څخه کنتروليده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته