خبرونهامنیت

د طالبانود ماين جوړولو يوه فابريکه په قندهار کې له منځه يوړل شوه

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
په قندهار کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه فابريکه د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې له منځه يوړل شوه.
په دې بريد کې ٨ وسله وال طالبآن ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛دغه وسله وال طالبان د ماين په جوړولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
دغه کارخانه د ارغنداب ولسوالۍ د شيون په کلي کې موقعيت درلود. چېرته چې همدا اوس د ډآر اچونې ضد عملياتو ډګر دى .
د ځانګړوعملياتو د قول اردو يو مقام باختراژانس ته وويل د هېواد د هوايي ځواکونوپه دې بريد کې د طالبانو د ماين جوړولو يوه فابريکه له منځه وړل شوې ده .
هغه په دې بريد کې د ٨ ماين جوړونکو طالبانو وژل کېدل تاييد کړل .
ويل کېږي په دې هوايي بريد کې د طالبانو په رزګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي اويوشمېر نور وسايل له منځۀ وړل شوي دي. طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه راوړي اوله هغه څخه بمونه ،ماينونه اوځانمرګي واسکټونه جوړوي اوپه افغانستان کې په خپلو بريدونوکې يې کاروي . ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته