خبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان په تېر مالي کال کې د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي

کابل، د وري ۲مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وايي چې افغانستان په تېر مالي کال کې د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د یاد وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد، باختر آژانس ته وویل: “افغانستان په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې، د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت، ۶ سلنه کموالی ښيي.”
د آخندزاده په وینا، د دغه کموالي تر ټولو مهم دلیل، د ډبرو سکرو د صادراتو د پام وړ کمښت دی.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د صادراتو زیاته برخه کرنیز محصولات (پومبه، وچ انځر، ممیز، هینګ او د هینګ تخم، پیاز، انګور، مڼه، زعفران، انار او روميان) دي چې پاکستان، هندوستان، عربي متحدو اماراتو، قزاقستان، چین، ایران، ترکیې، ازبیکستان، تاجکستان او امریکا ته ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۱۴۰۱ مالي کال کې د شاوخوا دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ډېره برخه یې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او عربي متحدو اماراتو ته ترسره شوي وو. په صادراتي اقلامو کې کرنيز محصولات، د ډبرو سکاره، لاسي صنايع او همدا رنګه وچې او تازه میوې شاملې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته