امنیت

دوه ډله وسله وال غله په کابل ښارکې ونيول شول

-کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٤
دوه ډله وسله وال غله د ملي امنيت د موظفينو له خوا په کابل ښارکې ونيول شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د (رحيم بابه) او په (ميوند) مشهور د صدام په سرګروپى دوه ډله غله له لسو تنو افرادو سره چې په کابل ښارکې زموږ د هېوادوالو د نقدو پيسو، وسايطو او د قيمتي مالونو په لوټولو بوخت وو؛ کله يې چې غوښتل ٨٠٥ انګليسي پوند زموږ له يوه تن هېوادوال څخه په زور سره واخلي؛ د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا د کابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شول.
له دوى څخه درې ډول ډول غير قانوني موټر هم ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت ادارې له ګرانو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هر ډول پيښې او د تروريستي له پيښو سره د مخامخ کيدو په صورت کې مهرباني وکړي د ملي امنيت د لوى رياست له ١٩١٩ شمېرې سره دې اړيکه ونيسي او د هغوى هويت به هيڅ وخت افشا نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته