کابل / د لړم ٦مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين انجنير مجیب الرحمن د شاه او عروس بند پروژې د لیدنې پر مهال وويل چې د دغه بند پاتې کارونه به ډېر ژر پيل شي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ليدنه کې چې د کابل سیندیزې حوزې لوى رييس حبیب الرحمن حقپال او د وزارت یو شمېر تخنیکي مسوولين هم حاضر وو، د اوبو معين څرګنده کړه چې د شاه او عروس بند پاتې کارونه به ډېر ژر پيل شي.
هغه همدارنګه د ياد وزارت تخنیکي مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او د پروژې د پاتې کارونو پر چټکتیا يې ټینګار وکړ.
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين د کانالونو د پاکولو یوه پروژه چې ” کار د غنمو په بدل کې” پروګرام له لارې چې دغه وزارت پلي کوي، د کابل د شکردرې ولسوالۍ په کوچکين کلي کې پرانيسته.
د یادونې وړ ده چې د شاه او عروس بند پروژې په بشپړېدو سره به ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۱.۲ میګا واټه برېښنا به تولیده شي.
وهاج
94 خواندن این مطلب 1 دقیقه زمان میبرد