اعلامیهخبرونهTOP

د سياسي ګوندونو او غير قانوني خيريه بنسټونو د فعاليت منع کېدو په تړاو د عدليې وزارت اعلاميه

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

لکه څرنګه چې ټول په جریان کې دي، د افغانستان اسلامي امارت له واكمنېدو سره په هېواد کې سياسي ګوندونو فعاليت د اسلامي امارت د عدليې وزارت له خوا منع اعلان شوی او د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم په عدلیې وزارت کې لغو او د یاد وزارت له تشكيلاتو څخه ایستل شوی دی.

له دې سره په دې وروستيو کې د يو شمير سياسي ګوندونو مسوولین چې په تېره اداره کې په عدليې وزارت کې ثبت وو د خپلو لغو شویو ګوندونو له آدرسونو څخه دریځ نیونې او کړنې ترسره کړي.

د عدليې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعاليت غير قانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سر غړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.

دغه راز یاد وزارت د ټولنيزو ټولنو فعالیت چې په تېره اداره کې فعاله وو، د تعلیق په حالت کې راوستلي او يوازې خيريه بنسټونه او اتحاديې کولی شي د اصولو په چوکاټ او د اسلامي امارت له عدلیی وزارت څخه په رسمي جواز سره فعاليت وكړي.

ياد وزارت هغو خیریه بنسټونو او نورو ټولنيزو ټولنو ته چې له جواز څخه پرته او په غير قانوني ډول فعالیت ترسره کوي هم خبرداری ورکوي چې له غير قانوني فعاليت څخه ډډه وکړي؛ ګنې له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته