کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٥
په ختيځ ولايت په ننګرهار کې پوليسو د ماشومانو دلوبو په سلګونو وسايل او پټاقۍ له پلورنځيو څخه راټولې اوضبط کړې.
دغه کمپاين دمرکزي مقاماتو په لارښوونه پيل شوى دى او دپوليسو له خوا پرمخ بيول کيږي .
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې پوليسو پرون دماشومانو دلوبو په سلګونو وسايل او پټاقۍ دښار له پلورنځيو څخه راټولې او ضبطې کړي.
ويل کيږي چې دغه راټول شوي وسايل سوځول شوي دي .
د ننګرهاردوالي وياند دماشومانو دلوبو دوسايلو او دپټاقيو پلورونکو ته خبردارى ورکړ که چيرې څوک ددغو وسايلو په پلورنې لاس پورې کړي قانوني چلند به وسره وکړي .
دماشومانو دلوبو دوسايلو په توګه له پلاستيکي وسلو څخه استفاده ، دافغانستان د ماشومانو ترمنځ د جګړې فرهنګ لاپسې پراخ بنسټه کوي اوددغو ماشومانو له خوا په تيره بيا داختر د خوشحاليو په ورځو کې دغږ لرونکو پټاقيو کارول ، داختر امنيت او آرامي ګډوډوي له دې امله دى چې مقامات د افغانستان په ګوټ ګوټ کې دهغو په راټولولو کې اقدام کوي .
0 1 دقیقه لوستل