خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د سویډن کمېټه په کندز کې د حرفوي زده کړو زمینه برابروي

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
په کندز کې د سویډن کمیټې مسوولینو نن د دغه ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو د کورسونو جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې ټاکل شوې ده د سویډن کمیټه د یادې ولسوالۍ په ۳۰ کلیو کې د خیاطۍ، ترکاڼۍ، خټګرۍ او د حرفې  زده کړو ورکشاپونه جوړکړي.
په کندز کې د سویډن کمیټې استازي محمد داود ولي د ګلتپې له ولسوال مولوي محمد قدیرحمزه سره په کتنه کې دغه ټکی د باخترآژانس خبریال ته څرګند کړ.
په همدې حال کې د ګلتپې ولسوال د اقتصادي ودې پروګرام چې د سویډن کمیتې له خوا او د خلکو په همکارۍ په ګلتپې ولسوالې کې برابر شوی و یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه پروګرام په تطبیقولو سره به په دې ولسوالۍ کې د اړو کسانو  یو شمېر اقتصادي ستونزې حل شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته