فرهنګ

علمي او څيړنيز سيمينار جوړ شو .

کابل باختر د مرغومي  شلمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره   دلوګر  دعينکو دمسو دلرغونو ساحو ، کابل او يوه فرهنګي ځاى  ته داثارو  دليږدونې دلارو چارو  ترعنوان لاندې علمي او څيړنيز سمينيار  نن په کار پيل کړ .

 دغه سيمينار دافغانستان دعلومو اکادمي له خوا دلوګر  دعينکو دمسو دلرغونو ساحو په باب دزياتو تحقيقاتو او څيړنو په مقصد جوړ شوى دى . 

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه سيمينار دهيواد ديو شمير پوهانو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو  او څيړونکو په ګډون جوړ شو .

 دسمينار په پيل کې دسيمينار  په نامه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام دعلومو داګادمي  درييس څيړنپوه  عبدالباري راشد له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې  په دې ترڅ کې چې دعلومو له اکادمي څخه دسمينيارونو  دجوړولو له امله پکې مننه شوې ده ، ويل شوى  دى .

 افغانستان په لرغوني  تاريخ او فرهنګ سره يو لرغوني هيواد دى ،بيلابيلې   تمدني دوري يې تيري کړي دي ددغه تاريخي هيواد په هرګوټ  او سيمه کې تر خاورو لاندې ، زموږ دخلکو دفرهنګ او تمدن  نښي نښاني  ښخې  دي .

  کال په کال  زموږ دهيواد دلرغون پوهانو اوبهرنيو  لرغون پيژندونکو په هلوځلو او څيړنو سره  ، پر پيژندل  شويو سيمو سربيره ، نوي سيمې کشفيږي او دهيواد دلرغونو ساحو پر شمير ور زياتيږي .

 وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام دلرغون پوهنې رياست دسرپرست  خيرمحمد خيرزاده له خوا ولوستل شو

 په پيغام کې  ويل شوى دى داطلاعاتو  او فرهنګ  وزارت د هيواددلرغونو اثارو او په تيره بيا دلوګر دمسو عينکو دمسو او دخروار دلرغونو اثارو په بډاي او ارزښتناکي محتوا  باندې په پوهيدو  او په  ستر تاريخي رسالت  په پوهيدو سره هلې ځلې کړي دي  چې ددغو  ساحو  مکشوفه  اثار ترميم او وساتي.

 له دې امله  ددغو ساحو داثارو حفاظتي  لارښوونې او کاروني يو داسې کار دى چې ټول ارګانونه  ، علمي او څيړنيزي موسسې او مدني او فرهنګي مرکزونه بايد په ګډو  هلوځلو ، د نظريو  په څرګندولو  او په فعالي ونډي اخستنې  سره دستونزو په حل کولو کې رول ولوبوي .

 په دې سيمينار کې دسيمينار په نامه  دکانونو وزارت ، دکابل پوهنتون  او دکابل ښاروالۍ  پيغامونه  ددغو ارګانونو دچارواکو او استازو له خوا ولوستل شول .

 دغه راز دکوشاني څيړنو دنړيوال مرکز  لنډ علمي او څيړنيز رپوټ ددغه مرکز درييس څيړنپوه  نظر محمد عزيزي  له خوا ولوستل شو .

 دسيمينار په علمي غونډه کې علمي او څيړنيزي  مقالې چې دسيمينار په اړوند برابر شوې وې  دهيواد دڅيړونکو او پوهانو له خوا ولوستل شوې .

  دسمينيار  په پاى کې  لس فقره ئيز پريکړه ليک درايو په اتفاق  تاييد شو  چې په يوه برخه کې  يې ويل شوى دى دهيواد  د جنوب دلرغونو سيمو په تيره بيا  دلوګر د خروار سيمې دتاريخي او لرغونو سوابقو  او ارزښت په پام کې نيولو  سره څرګنده  اړتيا  ده چې دعينکو  دمسو دساحې او خروار دتاريخي سيمې  دنويو کشفياتو او ددغو  ځايونو له کيندنو څخه  دترلاسه شويو نتيجو په باب رسالي او کتابونه وليکل شي .

 دعينکو دمسو نوي کشفيات  دى دهيواد درسنيو له لاري خپاره شي  او دسيمينار ټولي علمي  مقالي او خبري دى په يوه مجموعه او ټولګه کې چاپ او خپرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته