خبرونهروغتیا

د سمنګان ولايتي روغتون له ۸۰ بسترو څخه۲۴۰ بسترو ته ارتقا وکړه

کابل، د غوايي ٦مه، باختر
عامې روغتیا وزارت د سمنګان ولایتي روغتون ته له ۸۰ بسترو څخه ۲۴۰ بسترو ته ارتقا ورکړې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سمنګان ولایتي روغتون ته یې د ریاست الوزرا د حکم په اساس له ۸۰ بسترو څخه ۲۴۰ بسترو ته ارتقا ورکړې ده.
خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د یاد روغتون تشکیل له ۱۹۳ څخه ۴۸۱ ته هم لوړ شوی، څو د سمنګان ولایت خلکو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي.
هېره دې نه وي, چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته