سیاست

دسولې دعالي شورا درييس او جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني دوفات په اړه د انجنيرمحمد خان د خواخوږې اوډاډ ګيرنې پيغام

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣
دسولې دعالي شورا درييس او جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني دوفات په اړه د انجنيرمحمد خان د خواخوږې اوډاډ ګيرنې پيغام
د سولې د عالي شورا د رئیس اوجهادي مشر پيرسيد احمد ګيلاني مړينې سخت خواشینی کړم
د محاذ ملي ګوند رهبر، ملي او روحاني شخصيت پيرسيد احمد ګیلاني چې د سره پوځ د يرغل پروړاندې په مبارزه، جهاد او د افغانستان د ازادۍ په خاطر ډيرې هلې ځلې کړي چې دغه هلې ځلې او قربانۍ به یې د ګران هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.
ارواښاد ګيلاني صاحب د سولې آرمانجن او د یو قوي نظام د رامنځ ته کېدو غوښتونکی ؤ چې د ده د هڅو په نتيجه کې دسولې خبرې هم په چټکۍ سره پرمخ روانې وې.

د ګيلاني صاحب مړينه لويه ضايعه ګڼم، د کورنۍ سره یې په دې ستر وير کې ځان شريک بولم، ارواښاد ته د الله تعالی جل جلاله څخه فردوس جنت کورنۍ او خپلوانو ته يې د جميل صبرغوښتونکی يم.
روح يې ښاد فردوس جنت يې ځاي وي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته