کابل، د غبرګولي١٠ مه، باختر
د سمنګانو روغتيايي متخصصين وايي، په هغو ځايونو کې چې پاکوالی په سم ډول نه رعايت کېږي، د پوليو ويروس د خپريدو امکان زيات دى.
په سمنګانو کې د ماشومانو د داخلي ناروغيو متخصص ډاکتر کامران رجبي رسنيو ته وويل، چې د پوليو ويروس په معمولي ډول له يو شخص څخه بل شخص ته د ککړو لاسونو، اوبو او د خوراکي توکو له لارې لېږدول کېږي او په هغو سيمو کې چې خلک له غير صحي مبرزونو استفاده کوي او نظافت په سم ډول نه رعايتوي په دې ناروغۍ د اخته کيدو خطر یې زيات دى.
د نوموړي د څرګندونوله مخې؛ کورنۍ بايد تل له ٥ کلنۍ څخه ښکته خپل ماشومان واکسين کړي او هغوی بايد د نظافت پاملرنې ته وهڅوي.
ډاکتر رجبي وايي، چې د زيات عمر لرونکو کسانو په نسبت د ماشومانو د بدن مقاومت کم دى، په همدې سبب په ساري ناروغيو د هغوی د اخته کيدو احتمال زيات دى.
هغه وويل چې تل د خپلو ماشومانو نظافت ته پاملرنه کوئ او له کورنيو یې هم وغوښتل چې د خپل کور او ماشومانو نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د پوليو ويروس د بشپړ له منځه وړلو لپاره بايد خلک له روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان د پوليو د خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسين کړي.
روغتيايي متخصصين وايي چې د پوليو ناروغي درملنه نه لري او د هغه د مخنيوي يوازينۍ لاره له پنځه کلنۍ څخه ښکته ماشومانو ته د پوليو د دوه څاڅکو واکسين تطبيقول دي.
\ ج