کابل باختر دتلي اتمه
د ښو اجرااتو په خاطر دکارکوونکو د چمتو کولو تر عنوان لاندې روزنيز ورکشاپ چې درې ورځې مخکې دباختر اژانس يو شمير خبريالانو او کارکوونکو ته جوړ شوي و ، نن پاى ته ورسيد .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې ورکشاپ کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست داداري دظرفيت دلوړولو او پرمختيا دامريت له خوا جوړ شوي و ، د ټولنې په پرمختيا ، دنړيوالو هدفونو او دافغانستان دملي پرمختيا د ستراتيژي د معرفي کولو ، داجرااتو دڅيړنې دبهير ، د اجرااتو په څيړنه کې دپلان جوړولو درول ، داجرااتو په څيړنه کې درپوټ درول او دملکي خدمتونو دمامورينو د چلند او سلوک د څرنګوالې دمقررې په اړوند خبرې وشوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درياست داداري دظرفيت دلوړولو او پرمختيا آمر محمد عيسى خاطرزى وويل دغه ورکشاپ درتبو او معاش په سيستم دکارکوونکو د خبرولو ، داداري داجرااتو دپلان جوړولو ، رپوټ ليکلو او د اجرااتو دڅيړنې دبهير دعملي کولو په مقصد داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اودباختر اژانس شپيتو تنو کارکوونکو اوخبريالانو ته جوړ شوي و او څلور ورځې يې دوام وکړ .
0 1 دقیقه لوستل